راتلونکي پروګرامونه

د Sieve analysisپه تړاو روزنیز پروګرام

نېټه 3 October, 2020
وخت د سهار له ۱۰:۰۰ تر ۱۱:۰۰
ځای وروسته اعلانېږي
شریک یې کړۍ

د کاردان پوهنتون د سېول انجنیري ډیپارټمنټ په پام کې لري، چې د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو د بنسټیز کېدو په موخه د شنبې په ورځ (۱۲ تله ۱۳۹۹) د Sieve analysis په تړاو آنلاین روزنیز پروګرام جوړوي.

دا پروګرام چې د سهار له لسو تر یوولسو بجو جوړېږي، د انجنیري ډیپارټمنټ محصلینو ته په یاد برخه کې د عملي زده کړو د زمینې برابرول دي.

د دې روزنیز پروګرام بنسټیزه موخه د Sieve analysis په تړاو عملي زده کړې، د ذرو تجزیه او اندازه کول، لابراتواري تخنیکونه او په پوډر او یا مایعاتو کې د ذرو د منځنۍ کچې معلومول دي.

د ذرو تجزیه او ارزونه د ذرو د علم یوه برخه ده او معمولاً په ټکنالوژيکي لابراتوارونو کې ترسره کېږي. د ذرو اندازه کول په ډېری صنایعو لکه کیمیاوي، معادنو، ځنګلونو، کرهڼې او نورو کې د خورا اهمیت وړ ده.

په دې ټیسټ کې د درجه بندۍ ټاکل، د خاورې طبقه بندي، د خاورې د دانې اندازه او د خاورې درجه بندي مالومېږي. کاردان پوهنتون د سېول انجنیري ډیپارټمنټ له ټولو محصلینو هیله کوي، چې په یاد مهم روزنیز پروګرام کې فعال ګډون وکړي.