راتلونکي پروګرامونه

کاردان پوهنتون کې د کتاب د نقد او ارزونې سیالي

نېټه 28 September, 2020
وخت څلور اونۍ
ځای وروسته اعلانېږي
شریک یې کړۍ

د کاردان پوهنتون کتابتون په‌پام کې لري، چې د لیسانس دورې د محصلینو لپاره د کتاب د نقد او ارزونې سیالي جوړه کړي. په دې سیالۍ کې د نورو پوهنتونونو د محصلینو د ګډون هرکلی هم کېږي.

د سیالۍ ګډونوالو محصلینو ته مالوماتي ورکشاپ جوړېږي، څو د سیالۍ په تړاو پوره مالومات ترلاسه او وکولای شي پر کتاب ښه نقد ولیکي. د دې سیالۍ ګډونوال اړ دي، چې د دارون آچموغلو «ملتونه ولې ماتېږي» کتاب ولولي او په خپلو الفاظو نقد ولیکي. نقد، کیدای شي په پښتو یا دري ژبه او یا هم په انګلیسي وي او د متخصص پلاوي له لوري کتل او ارزول کېږي.

د لېږلو اصول:
• ستاسو نقد باید مایکروسافټ ورډ پروګرام کې وي
• متن باید له ۱۲۰۰ تر ۱۵۰۰ کلمو وي
• باید په خلاصه ډول وي
• د خط ډول Times New Roman وي
• د خط اندازه د عنوان لپاره ۱۴، د متن لپاره ۱۲ او د خطونو ترمنځ فاصله ۱،۵ وي
• ادبي غلا که تر ۱۵ سلنې ډېره وي؛ ردېږي

جاېزې
• ټول ګډونوال، چې د کتاب نقد لېږي، په سیالۍ کې د ګډون ستاینلیک ترلاسه کوي
• درې تنو غوره ګټونګو ته ستاینلیک او د کتابونو یوه ټولګه ورکول کېږي
• د درې تنو غوره ګټونکو ځانګړنې د کاردان پوهنتون د ټولنیزو رسنیو له لارې خپرېږي
• د لومړي مقام ګټونکي نقد د کاردان پوهنتون په ګنجینه مجله کې خپرېږي

د نوم لیکنې لارښود
• د نوم لیکنې پیل دوشنبه، ۷ تله ۱۳۹۹
• د نوم لیکنې پای پنجشنبه، ۱۷ تله ۱۳۹۹
• کوم محصلین چې ګډون کوي د تلې په ۱۹ مه، ملتونه ولې ماتېږي کتاب ترلاسه کولای شي
• د نقدونو د لېږلو وروستۍ نېټه شنبه، ۱۰ لړم ۱۳۹۹

کوم محصلین چې په یاده سیالۍ کې د ګډون مینه وال دي، باید خپلې لاندې ځانګړنې دې برېښنالیک library@Kardan.edu.af ته را ولېږي:

• نوم او تخلص
• د پوهنتون نوم
• برېښنالیک
• د اړیکې شمېره
• په کومه ژبه غواړئ نقد ولیکئ (پښتو، دري، انګلیسي)

د یادې سیالۍ په تړاو د مالوماتي ورکشاپ د جوړېدو په اړه وروسته خبر درکول کېږي.