نېټه |
19 July, 2020 |
وخت |
د مازیګر له پنځو تر شپږ نیمو بجو |
ځای |
آنلاین |
شریک یې کړۍ |
|
د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ په پام کې لري، چې د دې څانګې د محصلینو لپاره د چنګاښ میاشتې په ۲۹ مه نېټه «له کوویډ-۱۹ ناروغۍ وروسته د افغانستان د اقتصادي وضعیت ښه والی» تر نامه لاندې آنلاین سیمینار جوړ کړي.
دا سیمینار د زوم اپلیکشن پر مټ د اقتصاد پوه او د افغانستان د اقتصادي چارو متخصص دکتور سید عزیز سادات له لوري وړاندې کېږي. ښاغلی سادات به د دې آنلاین سیمینار په ترڅ کې، تر کرونا وبا وروسته د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي پر بېلابېلو لارو چارو او عملي مکانیزمونو باندې بحث وکړي او په دې تړاو به له محصلینو سره هر اړخیز مالومات شریک کړي.
د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ له ټولو محصلینو هیله کېږي، چې په دې مهم پروګرام کې برخه واخلي. د لا ډېرو مالوماتو لپاره له خپل پروګرام آفیسر سره په اړیکه کې شئ.