راتلونکي پروګرامونه

د کوویډ-۱۹ ناروغۍ ننګونې؛ د کوچنیو او منځنیو سوداګریو له تړل کېدو تر بیا ښه والي

نېټه 4 June, 2020
وخت د ماسپښین له دوو تر درې نیمو بجو
ځای آنلاین
شریک یې کړۍ

د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ د آنلاین سیمینارونو د جوړولو په لړ کې دا ځل خپل درېیم سیمینار د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي په پنځلسمه « د کوویډ-۱۹ ناروغۍ ننګونې؛ د کوچنیو او منځنیو سوداګریو له تړل کېدو تر بیا ښه والي» تر عنوان لاندې جوړوي. دا سیمینار د ډاکټر آنتوني نجبینور له لوري د یاد ډیپارټمنټ محصلینو ته ماسپښین دوه بجې د زوم اپلېکشن پر مټ وړاندې کېږي.

ډاکټر آنتوني نجبینور د ګرنډر ویب پوهنتون د سوداګرۍ د پراختیا او ګډون لپاره د رییس مرستیال او د سوداګرۍ د دفتر رییس او همکار دی. نوموړی دغه راز، د اقتصاد او نړیوالې سوداګرۍ استاد، د سام والټن همکار او د نړیوالې سوداګرۍ ټولنې یا (WTC) سلاکار هم دی.

نوموړي د مسي سي پي له پوهنتون څخه خپل د دکتورا سند ترلاسه کړی او د نړیوالو اړیکو مطالعات یې د ډې پاریس په پوهنتون کې بشپړ کړي دي. د دې ترڅنګ یې د ملتونو د پراختیا لپاره د اقتصادي پراختیا پرمختللې زده کړې د لندن په سوداګریز پوهنتون کې ترسره کړي دي.

ښاغلی آنتوني، پوهنتونونو او سوداګریزو پروګرامونو ته د اعتبار ورکولو شورا (ACBSP) رییس او د دې شورا د اعتبار ورکولو د مدیره پلاوي رییس هم دی. نوموړی په یاده شورا کې د لیسانس پروګرامونو د مدیره پلاوي د رییس، د بازار موندنې کمېټې د غړي او د مدیره پلاوي د غړي په توګه په بېلابېلو سمتونو کې دندې ترسره کړي دي.