راتلونکي پروګرامونه

د افغان سولې په تړاو آنلاین سیمینار: له تاریخ څخه زده کړه

نېټه 21 April, 2020
وخت د مازیګر له پنځو تر شپږ نیمو بجو
ځای آنلاین
شریک یې کړۍ

د کاردان پوهنتون د نړیوالو اړیکو او سیاسي علومو ډیپارټمنټ د زوم اپلیکشن له لارې دکتور بارنیټ آر روبین ته بلنه ورکړې، څو د افغان سولې په تړاو د دې څانګې محصلینو ته آنلاین سیمینار وړاندې کړي. دا سیمینار د ۲۰۲۰ کال د اپرېل پر ۲۱ مه مازیګر پنځه بجې د زوم له لارې جوړېږي.

دکتور روبین په نړیواله کچه د افغانستان په تړاو پېژندل شوی څېړونکی او د نیویارک پوهنتون د نړیوالو همکاریو رییس دی. نوموړی له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د افغانستان د سولې او جګړې مسایل له نژدې څاري.

ښاغلی روبین د لاندې کتابونو لیکوال دی:
Afghanistan from the Cold War through the War on Terror (2013(, Blood on the Doorstep: The Politics of Preventing Violent Conflict (2002).

ښاغلي روبین د افغانستان، سویلي او مرکزي آسیا، د امریکا متحده آیالتونو د بهرنۍ پالیسۍ، د شخړو مخنیوي، د دولت جوړښت او بشري حقونو په تړاو ګڼې لیکنې او کتابونه خپاره کړي دي. د نوموړي لیکنې په پارین پالیسي، نیویارکر، نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ او علمي ژورنالونونو کې خپرې شوې دي.

د نوموړي راتلونکی کتاب «افغانستان: څه چې هرڅوک پوهیدلو ته اړتیا لري» د اکسفورډ پوهنتون لخوا راتلونکې جولای میاشت کې چاپېږي.

د افغان سولې په دې حساس پړاو کې به ښاغلی روبین پر مهمو مسایلو خبرې وکړي او د ځانګړو اندېښنو لپاره به ښکاره ځوابونه وړاندې کړي.