راتلونکي پروګرامونه

د اسلام او معاصرو علومو په تړاو بحث

نېټه 21 April, 2019
وخت 02:00 - 04:00 PM
ځای د تایمني څانګې د غونډو تالار
شریک یې کړۍ

کاردان پوهنتون ویاړي، چې د خپلو محصلینو د علمي وړتیاو د لوړولو په موخه د اسلام او معاصرو علومو د اړیکو په تړاو ناسته جوړوي. دا پروګرام د ډاکټر محمد سلیمان نثاري په وینا پیلېږي او درې بېلابېلو پړاونه لري، چې لومړی هغه یې د اقتصاد پوهنځي د محصلینو لپاره «اقتصاد د اسلام له نظره» تر نامه لاندې جوړېږي.

په دې بحث کې د نوم لیکنې لپاره د جندر او له فارغانو سره د اړیکو دفتر ته مراجعه وکړئ او یا هم دې ایمیل alumni@kardan.edu.af ته پیغام را ولېږئ.

ډاکټر نثاري د داخله ناروغینو متخصص او د اسلام او طب په اړه څېړنې کوي. نوموړی د طبي او اسلامي علومو او ساینس او قرانکریم په اړه څېړنیز او تدریسي فعالیتونه لري، چې په کلني ډول په بېلابېلو څېړنیزو پروګرامونو او بحثونو کې د ګډون لپاره د نړۍ یو شمېر هېوادونو له هغې ډلې اندونیزیا، تاتارستان، بلجیم، جرمني، سویډن، هالنډ او سعودي عربستان ته بلل کېږي. ښاغلي نثاري د قرانکریم او امبریولوژي کتاب لیکوال او د امام بخاري رح د یتیمپالنې مرکز بنسټ ایښودونکی دی، چې شاوخوا ۳۰۰ یتیمو ماشومانو ته یې د ښوونې او روزنې آسانتیاوې برابرې کړي دي.

له ټولو محصلینو هیله کېږي، چې د خپلې علمي سویې د لوړولو په موخه په یاد مهم بحث کې ګډون وکړي.