راتلونکي پروګرامونه

د کوویډ-۱۹ پر وړاندې مبارزه: د مقالو لیکلو سیالي

نېټه 10 May, 2020
وخت درې اونۍ
ځای آنلاین
شریک یې کړۍ

د کاردان پوهنتون علمي معاونیت ټولو محصلینو ته بلنه ورکوي، چې د مقالې لیکنې په سیالۍ کې کوم چې محصلین کولای شي د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د بېلابېلو اړخونو په تړاو خپل اندونه او تجربې شریکې کړي، ګډون وکړي.

د دې سیالۍ آره موخه د محصلینو ترمنځ د لیکوالۍ کلتور پیاوړتیا او په بېلابېلو حالاتو په ځانګړي ډول په ستونزمنو وختونو کې په محصلینو کې د مثبت فکر رامنځته کول دي.

محصلین هڅول کېږي، چې په دې سیالۍ کې ګډون وکړي او د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په جریان کې خپل اندونه او خاطرې ولیکي. هغوی باید د بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د لاندې مواردو په اړه لیکنې وکړي:

• دې ناروغۍ ستاسو په ژوند کې څه مثبت بدلونونه راوستي
• څه فرصتونه یې ستاسو لپاره رامنځ ته کړي
• ستاسو پر ژوند د دې ناروغۍ منفي اغېزې څه دي؟
• شخصي کیسې او داستانونه چې محصلین یې وغواړي له نړۍ سره شریکې کړي

عمومي معلومات
• د کاردان پوهنتون ټول محصلینو کولای شي په دې سیالۍ کې ګډون وکړي
• ستاسو لیکنه باید تر ۶۰۰ کلمو ډېره نه وي
• لیکنه باید د ۲۰۲۰ کال د مې تر لسمې نېټې وړاندې واستول شوي
• محصلین کولای شي خپلې لیکنې په انګلیسي، پښتو او دري ژبو ولیکي
• د سیالۍ پایلې به د ۲۰۲۰ کال د مۍ په ۲۰ مه نېټه اعلان شي

ټول لیکنې د کاردان پوهنتون د محصلینو په بلاګ کې خپرېږي، یوازې درې غوره لیکنې به د کاردان پوهنتون د محصلینو په مجله «کاردان ګنجنیه» کې خپرې شي.

هیله ده، خپلې لیکنې دې برېښنالیک ته را ولېږئ: competition.covid19@kardan.edu.af