راتلونکي پروګرامونه

د پرمختللي مدیریت او بدلون مشرتابه په تړاو آنلان سیمینار

نېټه 22 April, 2020
وخت د مازیګر له پنځو تر شپږ نیمو بجو
ځای آنلاین
شریک یې کړۍ

کاردان پوهنتون د آنلاین سیمینارونو په لړ کې د پرمختللي مدیریت او د بدلون مشرتابه په تړاو د خپلو محصلینو لپاره آنلاین سیمینار جوړوي. دا سیمینار د نظربایوف پوهنتون د استاد میر افضل تاجک له لوري وړاندې کېږي.

سیمینار به د ۲۰۲۰ کال د اپرېل پر ۲۲ مه د مازیګر له پنځو تر شپږ نیمو بجو په آنلاین بڼه وړاندې شي.

ښاغلی تاجک د نظربایوف پوهنتون په ماسټري څانګه کې استاد دی او د تعلیمي رهبرۍ د پېژندنې، د کار پر بنسټ پروژو، د پوهنتونونو د پرمختګ او اغېز ډېروالي او نورو اړوندو برخو کې تدریس کوي.

نوموړي د تعلیمي تغییر په برخه کې د کاناډا پوهنتون د تعلیمي مطالعاتو له انستیتوت څخه د دکتورا سند تر لاسه کړی. تر دې وړاندې هغه د پاکستان د آغا خان پوهنتون په تعلیمي پراختیا انستیتوت کې د استاد په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

ښاغلی تاجک د مشرتابه، تدریس او زده کړو، تعلیمي تغییر، د ټولنې پر بنسټ د ښوونیزو مرکزو مدیریت، مدني ټولنو، سولې او اړوندو نورو برخو کې څېړنې کوي.
د دې لړۍ د نورو سیمینارونو په اړه به محصلینو ته پر خپل وخت خبرتیاوې خپرې شي.