راتلونکي پروګرامونه

په افغانستان او نړۍ کې د کرونا ویروس اقتصادي اغېز

نېټه 22 April, 2020
وخت د ماسپښین له یوې تر دوه نیمو بجو
ځای آنلاین
شریک یې کړۍ

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د هغو محصلینو لپاره چې آنلاین زده کړې کوي د آنلاین روزنیزو سیمینارونو لړۍ پیلوي. د امریکا متحده آیالتونو، آسټرالیا او برتانیا د مشهورو پوهنتونو استادان به د سیمینارونو دا لړۍ پرمخ وړي.

دکتور نعمت الله بېژن به د سیمینارونو د دې لړۍ لومړنی هغه د ۲۰۲۰ کال د اپرېل پر ۲۲ مه په افغانستان او نړۍ کې د کرونا ویروس د اقتصادي اغېزو په تړاو په آنلاین بڼه د زوم اپلیکشن له لارې محصلینو ته وړاندې کړي.

د اقتصاد پوهنځي د ټولو ډیپارټمنټونو (په اداره او تجارت کې لیسانس او ماسټري او اقتصاد) محصلین کولای شي په دې سیمینار کې برخه واخلي او د ویناوال له ګټورو خبرو برخمن شي.

ښاغلی بېژن د آسټرالیا له ملي پوهنتون څخه په سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو کې د دکتورا او په پراختیايي اقتصاد کې د ماسټري سند لري او د همدې پوهنتون استاد دی. دغه راز، د اکسفورډ پوهنتون له نړیوال اقتصادي مدیریت پروګرام سره څېړونکی هم دی.

د دې لړۍ د نورو سیمینارونو په اړه به محصلینو ته پر خپل وخت خبرتیاوې خپرې شي.