راتلونکي پروګرامونه

د کرونا ویروس په عصر کې د زده کړو او ټکنالوژۍ په برخه کې د فرصتونو او ننګونو سیمینار

نېټه 2 May, 2020
وخت د ماسپښین له یوې تر دوه نیمو بجو
ځای آنلاین
شریک یې کړۍ

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د هغو محصلینو لپاره چې آنلاین زده کړې کوي د آنلاین روزنیزو سیمینارونو لړۍ پیلوي. د امریکا متحده آیالتونو، آسټرالیا او برتانیا د مشهورو پوهنتونو استادان به د سیمینارونو دا لړۍ پرمخ وړي. دکتور شاکر سروري به چې د کمپیوټر ساینس په برخه کې د دکتورا تر کچې لوړې زده کړې لري، د دې سیمینارونو له مخکښو ویناوالو څخه وي.

د دې لړۍ سیمینارونه په آنلاین بڼه د زوم اپلیکشن له لارې محصلینو ته وړاندې کېږي. دا سیمینار به د روان ۲۰۲۰ کال د مۍ پر دوه ویشتمه ماسپښین یوه بجه «د کرونا ویروس په عصر کې د زده کړو او ټکنالوجۍ په برخه کې فرصتونه او ننګونې» تر سرلیک لاندې جوړېږي.

دکتور شاکر سروري د پاریس له پیري او ماري کیوري پوهنتون څخه په کمپیوټر ساینس کې دکتورا ترلاسه کړې او د کلیفورنیا له یو.سي برکلي پوهنتون څخه د پوسټ په برخه کې د دکتورا سند لري. ښاغلی سروري اوسمهال په (Synopsys) کې د څېړنې او پراختیا برخې مشر دی.

نوموړی په فرانسه او امریکا متحده آیالتونو کې د تدریس او څېړنې کلونه تجربه لري او د نوې الکترونیکي ټکنالوژۍ په برخه کې ډېر شمېر اختراعات لري، چې ځینې یې رسمي ثبت شوې هم دي.

د دې لړۍ د نورو سیمینارونو په اړه به محصلینو ته پر خپل وخت خبرتیاوې خپرې شي.