راتلونکي پروګرامونه

د مېرمنو لپاره د ډیجیټل هنرونو اکاډمي سکالرشیپونه

نېټه 15 March, 2020
وخت یوه میاشت
ځای دوشنبه، تاجکستان
شریک یې کړۍ

د کاردان پوهنتون له فارغانو سره د اړیکو او جندر دفتر پر شرایطو برابرو ښځینه محصلینو ته بلنه ورکوي، چې د مېرمنو لپاره د ډیجیټل هنرونو اکاډمي (DAA) سکالرشیپونو (یو میاشتنۍ لنډمهاله دوره) ته، چې د باکتریا کلتوري مرکز لخوا اعلان شوي، نوم لیکنه وکړي.

له افغانستان څخه برخه اخیستونکو ته د ټرانسپورټ، ویزې، راجسټریشن، د اوسېدو د ځای او ورځني مصرف ټول لګښتونه ورکول کېږي.

د ډیجیټل هنرونو اکاډمي یوه نوې دوه کلنه پروژه ده، چې د یونسکو له لوري یې مالي ملاتړ کېږي او موخه یې په افغانستان او تاجکستان کې د ځوانو ښځینه متشبثینو پیاوړتیا ده، څو په ډیجیټال نوښتیز صنعت کې خپله وړتیا درک کړي.

دا پروژه د مېرمنو مهارتونه پیاوړي کوي، مسلکي شبکو، تجهیزاتو او فرصتونو ته لاسرسی او د سوداګرۍ او هنري اثارو تولیدته زمینه برابروي.

دا روزنیز پروګرام د پروګرام لیکلو، ګرافیک، د ویب پاڼو ډیزاین، ویډیو ایډیټ او نورې اړوندې ډیجیټالي برخې تر پوښښ لاندې نیسي.

پر لاندې شراېطو برابرې محصلینې کولای شي، یادو سکالرشیپونو ته نوم لیکنه وکړي:
- عمر یې باید د ۱۸ او ۴۰ کلونو ترمنځ وي
- د افغانستان یا تاجکستان تابعیت ولري
- په پروګرام کې د برخې اخیستلو پیاوړې انګېزه ولري
- د یوې میاشتې لپاره باید آنلاین کورس تعقیب کړي
- دوشنبې ښار ته په یو میاشتني پروګرام کې د ګډون چمتوالی ولري
- په ډیجیټل هنرونو کې سند او تجربه ولري

پر یادو شراېطو برابرې نجونې محصلینې کولای شي د کاردان پوهنتون په پروان دو څانګه کې له فارغانو سره د اړیکو او جندر څانګې ته مراجعه او نوم لیکنه وکړي.