راتلونکي پروګرامونه

یوه ډالۍ، یوه مسکا کمپاین

نېټه 27 November, 2019
وخت هر مهال
ځای د کاردان پوهنتون ټولې څانګې
شریک یې کړۍ

د ژمي له رارسېدو سره هوا خورا سړه شوې او ټول ګرمو ژمنیو جامو ته اړتیا لرو. کله چې پوهنتون ته راځئ د سړک پر سر مو هغو کاریګرو ماشومانو او لویانو ته پام کړئ، چې له ډېرې یخنۍ یې مخونه ترکېدلي او مناسبې جامې نلري.

د کاردان پوهنتون د رضاکارانو ټولنه له همدې امله د څلورم ځل لپاره د «یوه مسکا، یوه ډالۍ» کمپاین پیلوي، چې په ترڅ کې به د بې وزلو ماشومانو او لویانو لپاره ژمنۍ جامې، بوټونه او نور د اړتیا وړ توکي را ټول شي.

د کاردان پوهنتون په ټولو څانګو کې د یوې ډالۍ یوې مسکا صندقونه ایښودل شوي او له ټولو محصلینو هیله کېږي، چې د جامو او نورو ژمنیو توکو په ډالۍ کولو سره په دې خیریه کمپاین کې ونډه واخلي.

ستاسو یوه ډالۍ، یوه ګرمه مسکا له ځان سره لري.