راتلونکي پروګرامونه

د فولبرایټ پروګرام په اړه مالوماتي غونډه

نېټه 14 October, 2019
وخت 1:30 PM - 3:30 PM
ځای د کاردان پوهنتون پروان دو څانګه، ۵۰۵ شمېره ټولګی
شریک یې کړۍ

کاردان پوهنتون، د کابل تعلیمي مشورې مرکز (KEAC) په همکارۍ غواړي، چې د امریکا متحده ایالتونو د فولبرایټ تحصیلي پروګرام په اړه مالوماتي غونډه جوړه کړي.
دا مالوماتي پروګرام د روان ۱۳۹۸ کال د تلې میاشتې په ۲۲ مه نېټه د کاردان پوهنتون په پروان دو څانګه کې د ماسپښین له ۱:۳۰ تر ۳:۳۰ بجو جوړېږي.

موږ به‌د دې غونډې په‌ترڅ کې د محصلینو او استادانو لپاره د فولبرایټ پروګرام او د هغه اړوند د غوښتنلیک پروسې معرفي او په اړه به‌یې بشپړ مالومات وړاندې کړو.

فولبرایټ په امریکا متحده‌ ایالتونو کې د زده کړو د تبادلې یو نړۍوال غوره تحصیلي پروګرام دی، چې د امریکا او د نورو هېوادونو د اوسېدونکو ترمنځ د پوهاوي کچې د لوړولو په موخه طرحه شوی دی.

دا پروګرام په‌کلني ډول د هغو محصلینو او څېړونکو لپاره، چې غواړي لوړې زده‌کړې، څېړنې او یا هم‌ د انګلیسي ژبې تدریس وکړي؛ زرګونه تحصیلي لګښتونه چمتو کوي.

کاردان پوهنتون، تل د معتبرو تحصیلي پروګرامونو په‌تړاو ورته مالوماتي غونډې جوړوي، څو محصلین له یادو پروګرامونو سره په‌ښه ډول آشنا او د غوښتنلیک د ورکړې پروسې په‌اړه اړین‌مالومات ترلاسه او خپل د ګټلو چانس وروستۍ کچې ته لوړ کړي.

په‌یاد پروګرام کې د ګډون لپاره کولای شئ د کاردان پوهنتون په پروان دو څانګه کې د محصلینو د ګډون او پروګرامونو دفتر ته مراجعه وکړئ او یا هم دې برېښنالیک events@kardan.edu.afته خپل پیغام را ولېږئ.