راتلونکي پروګرامونه

د ۱۳۹۹ کال د خزاني سمسټر ښه راغلاست اونۍ

نېټه 12 September, 2020
وخت یوه اونۍ
ځای پروان دو څانګه
شریک یې کړۍ

کاردان پوهنتون خوښ دی، چې د نویو شاملو شویو محصلینو لپاره د ښه راغلاست اونۍ پروګرام جوړوي. دا پروګرام د روان ۱۳۹۹ کال د وږي میاشتې له ۲۲ تر ۲۷ مې نېټې پروان دو څانګه کې جوړېږي.

د دې اونۍ په ترڅ کې به نوي شامل شوي محصلین د کاردان پوهنتون له بېلابېلو ډیپارټمنټونو، تحصیلي پروګرامونو او د محصلینو د کلبونو او د محصلینو د بریا مرکز په ګډون به د دې پوهنتون له ګڼو امکاناتو او آسانتیاوو سره آشنا شي.

نوي محصلین به د پوهنتون له مشرتابه، استادانو، د فارغانو له استازو او د پوهنتون له کارکوونکو او غړیو سره د لیدنو له لارې د پوهنتون د تحصیلي چاپېریال په اړه بشپړ مالومات ترلاسه کړي.

دغه راز، د نویو محصلینو او د پوهنتون د ورزشي لوبډلو ترمنځ به دوستانه سیالۍ هم وشي. دا سیالۍ نه یوازې نوي او موجود محصلین سره نژدې کوي، بلکې د نویو محصلینو ترمنځ د استعدادونو په موندلو کې هم مرسته کوي، څو په راتلونکي کې د کاردان پوهنتون په استازیتوب سپورتي لوبو کې ګډون وکړي.

د محصلینو د ښه راغلاست اونۍ فعالیتونه په لاندې ډول دي:
• له تحصیلي پروګراموانو سره آشنايي
• د محصلینو له پورټال سره آشنايي
• د پوهنتون پېژندنه
• د مېلمنو د ویناوو ناسته
• لابراتوار فعالیتونه
• د خوړو، کلتور او شبکې ورځ
• د کرېکټ، فوټسال او والیبال دوستانه لوبې
• د پوهنتون له رییس، د پوهنځیو له رییسانو او د محصلینو له سفیرانو سره لیدنې
• د نویو ټوکېدلو رهبرانو افکار
• کلتوري نندارتون
• د افغاني فلم ننداره

موږ د ښه راغلاست اونۍ په ترڅ کې د نویو شاملو شویو محصلینو د ښه هرکلي په تمه یوو.