راتلونکي پروګرامونه

د کمپیوټر پروګرام جوړولو سیالي

نېټه 27 June, 2020
وخت وروسته اعلانېږي
ځای آنلاین
شریک یې کړۍ

د کاردان پوهنتون د نوښت لابراتوار د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ په همکارۍ د یاد ډیپارټمنټ د محصلینو لپاره د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ په ۷ مه نېټه د کمپیوټر پروګرام جوړولو (Computer Programming) په تړاو سیالي جوړوي.

د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ له ټولو هغو محصلینو چې غواړي، د کمپیوټر پروګرام جوړولو کې خپل مهارتونه لوړ کړي، واقعي ننګونو ته حل لارې ومومي او یو مسلکي کوډ لیکونکی شي په دې مهمه سیالۍ کې دې برخه واخلي.

د سیالۍ آرې موخې:
• د هغو استثنايي محصلینو پېژندل، چې وکولای شئ د کمپیوټر پروګرام جوړولو په ملي او نړیوالو سیالیو کې د کاردان پوهنتون استازیتوب وکړي
• په محصلینو کې دا انګېزه رامنځته کول، څو په داسې سیالیو کې برخه واخلي او منتقدانه تفکر پیدا کړي
• د پروګرام لیکلو له مهارتونو څخه د ګټې اخیستو لپاره د محصلینو هڅول او واقعي ننګونو ته د حل لارو موندل

په یاده سیالۍ کې د برخې اخیستو لپاره هیله ده د غبرګولي میاشتې تر ۳۱ مې نېټې پورې د لاندې لینک له لارې په آنلاین ډول نوم لیکنه وکړئ:
https://forms.gle/bsyCg9wunF6Gwk1k7