راتلونکي پروګرامونه

کاردان پوهنتون د «هلټ پرایز» سیالیو کوربه توب کوي

نېټه 29 December, 2019
وخت پوره ورځ
ځای د تایمني څانګې د کنفرانسونو تالار
شریک یې کړۍ

کاردان پوهنتون د «هلټ پرایز» نړیوالو سیالیو د سیمه ییز کوربه توب په موخه ټاکل شوی دی. هلټ پرایز په نړۍ کې تر ټولو لوی روزنیز پروګرام دی، چې ځوانان د زده کړو او کاري آسانتیاو د برابرو له لارې پر دې بریالي کوي، چې ټولنیز بدلونونه رامنځ ته کړي.

دا پروګرام د ملګرو ملتونو په همکارۍ د نړۍ په پوهنتونونو کې د بېلابېلو پروګرامونو د جوړولو له لارې د هغو کسانو په لټه کې دی، چې کاري آسانتیاوې او په خپلو طرحو سره ټولنیز بدلونونه رامنځ ته کوي. د دې سیالۍ محلي ګټونکې ډله په اتوماتیک ډول د هلټ پرایز منطقوي سیالیو ته چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې جوړېږي، لار مومي. وروسته له هر کوربه هېواد څخه یوه بریالۍ ډله هلته چې ګډونوال د ټولنیزو سوداګریو د پیل لپاره لارښوونې او سټراټیژیک پلانونه ترلاسه کوي، لېږدول کېږي.

د سیالیو وروستی پړاو په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو سازمان په مقر کې ترسر کېږي او ګټونکې ډلې ته به د خپلو سوداګریزو نظریو د عملي کېدو په موخه یو میلیون ډالر جایزه ورکړل شي.

د کاردان پوهنتون د ټولو تحصیلي څانګو محصلین کولای شي د لاندې لینک له لارې په یاد پروګرام کې نوم لیکنه وکړي:
http://www.hultprizeat.com/kardan

د نوم لیکنې وروستۍ نېټه د روانې لیندۍ میاشتې ۱۹ مه ده. د لا ډېرو مالوماتو لپاره د کاردان پوهنتون په پروان دو څانګه کې د محصلینو د مشارکت او پروګرامونو دفتر ته مراجعه وکړئ.