راتلونکي پروګرامونه

د انګلیسي ژبې او راپور لیکلو یو کلن روزنیز پروګرام

نېټه 15 November, 2019
وخت په اونۍ کې درې دوه ساعته درسي ټولګي
ځای د کاردان پوهنتون پروان دو څانګه
شریک یې کړۍ

کاردان پوهنتون د ژورنالېستانو او سوداګریزو متخصصینو لپاره د د راپور لیکلو، اړیکو او انګلیسي ژبې د زده کړې یوه زرینه موکه برابره کړې، څو وکولای شي له دې لارې د کار بازار له غوښتنو سره ځان برابر او خپل خوبونه ریښتیا کړي.

دا روزنیز پروګرام یو کلن دی او له کوم لګښت پرته پکې لاندې موارد تدریسېږي:
• سوداګریزه انګلیسي ژبه
• تخنیکي او سوداګریز راپور لیکل
• د ژورنالېزم او سوداګرۍ اړوندو مفاهیمو سره آشنا کېدل
• د پرزنټېشن او اړیکو مهارتونه پیاوړتیا او یو شمېر نور اړوند موارد

دا روزنیز پروګرام د ژورنالېستانو او د سوداګرۍ د هغو متخصصینو لپاره، چې تر ډېره بهر ته صادرات لري طرحه شوی، او آره موخه یې هم په راپور لیکلو کې د ژورنالېستانو د انګلیسي ژبې پیاوړتیا او د سوداګرۍ متخصصینو د اړیکو مهارتونو د پیاوړتیا له لارې په نړیواله سوداګرۍ کې د افغانستان د ظرفیتونو لوړول دي.

ټول مینه وال محصلین او متخصصین کولای شي دې پروګرام ته د روانې لړم میاشتې تر ۲۰ مې نېټې نوم لیکنه وکړي. د شمولیت آزموینه بیا د همدې میاشتې په ۲۴ مه اخیستل کېږي.

په دې پروګرام کې د ګډون لپاره هیله ده، دې برېښنالیک j.ahmadzai@kardan.edu.af ته خپل لاندې مالومات را ولېږئ:
1. نوم
2. د پلار نوم
3. مسلک ( ژورنالېزم، سوداګري)
4. د دندې عنوان/اداره
5. د تذکرې شمېره
6. اړیکې شمېره
7. برېښنالیک