راتلونکي پروګرامونه

د کارموندنې نندراتون

نېټه 13 November, 2019
وخت 5:00 AM - 9:00 PM
ځای د تایمني څانګې د کنفرانسونو تالار
شریک یې کړۍ

کاردان پوهنتون د خپلو محصلینو او فارغانو لپاره د «کارموندنې نندارتون» جوړوي. دا پروګرام د محصلینو لپاره یوه ښه موکه ده، چې د شرکتونو له فعالیتونو سره بلد او د هغوی له کاري فرصتونو څخه برخمن شي.

په دې نندارتون کې به محصلین د بېلابېلو شرکتونو او بنسټونو له فعالیتونو سره د بلدتیا ترڅنګ، وکولای شي د هغوی له لوري اعلان شویو دندو ته هم غوښتنلیکونه وسپاري.

دا درېیم ورته نندارتون دی، چې د کاردان پوهنتون د محصلینو او فارغانو لپاره د کاري آسانتیاوو د برابرولو په موخه جوړېږي.

په پام کې ده، یاد نندارتون د روانې لړم میاشتې په ۲۲ مه نېټه د کاردان پوهنتون د تایمني څانګې د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شي.

د لا ډېرو مالوماتو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:
https://kardan.edu.af/job-fair/