په ډیټا ساینس کې ماسټري (MSDS)، د لوړو زدهکړو یو بشپړ تحصیلي پروګرام دی، چې د کمپیوټر ساینس پوهنځي په چوکاټ کې جوړ شوی او په انګلیسي ژبه تدریس کېږي. هغه غوښتونکي چې د کمپیوټر ساینس له ټولو څانګو څخه فارغ وي، د ۴۲ کریډیټونو بشپړولو ته اړ دي او د رشتې خلاف غوښتونکي باید ۵۴ کریډیټ بشپړ کړي.
په دې پروګرام کې محصلین زدهکوي، چې څنګه د تطبیقي او موثره الګوریتمونو د پراختیا له لارې ستونزې حل کړي، د لویو معلوماتو (Big Data) مدیریت وکړي، د معلوماتو امنیت وساتي، د شبکې د امنیت لهپاره پروتوکولونه طرح کړي، د ارتباطي سیسټمونو د زیامنتیا لاملونه وپېژني او د موبایل سَیارې (Ad hoc) شبکې تنظیم او فعالې کړي.
لزوماً، د ډیټا ساینس د ماسټرۍ پروګرام غوښتونکي باید له کوډ لیکنې او پروګرام جوړونې سره بشپړه بلدتیا ولري. دا پروګرام محصلینو ته د پرمختللې پروګرام جوړونې، لکه؛ د (Map-Reduce) قابلیتونو، زدهکړه ورکوي، ترڅو دوی وکړای شي لوی معلومات په مؤثره توګه مدیریت او پروسس کړي.
په ډیټا ساینس کې د ماسټرۍ (MSDS) پروګرام، د داسې متخصصینو د روزنې لهپاره چمتو شوی دی، چې د کمپیوټر ساینس په مختلفو برخو کې د کار کولو وړتیا ولري. دا پروګرام هغو کسانو ته وړاندیز کېږي، چې د نوښت لېوالتیا، د غورهوالي لهپاره هڅې او د بریا هوډ ولري. همدارنګه، هغه محصلین چې د دې مخکښ صنعت په بېسارو او ننګونکو دندو کې کار کولو ته لېوالتیا لري، باید دا پروګرام غوره کړي.
دا پروګرام، درې برنامهنویسي ژبې: Python، R او Go لري، چې محصلین ورسره عملي تجربه ترلاسه کوي او خپلې زدهکړې د دې ژبو له یوې څخه تنظیمولی شي. Python اوس مهال د ډیټا ساینس تر ټولو مشهوره برنامهنویسي ژبه ده.