د محصلینو د بریا مرکز
تحصیلي بورسیې او مالي مرستې
د کارموندنې خدمتونه
د محصلینو ګډون او پروګرامونه
جندر او له فارغانو سره اړیکې
کاردان کتابتون
Breadcrumbs List.
کاردان پوهنتون تل هڅه کړې، چې خپل علمي او اکاډمیک لوړوالي ته د نویو علمي پروګرامونو د معرفي کولو له لارې د عمل جامه واغوندي. په همدې اساس دادی د نړیوالو اړیکو د ماسټري پروګرام معرفي کېږي.
د نړیوالو اړیکو د ماسټرۍ پروګرام دوه تحصیلي څانګې «نړیواله سوداګري او اقتصادي پراختیا» او «سوله او د شخړو حل» لري. د ماسټرۍ دا دوره د هغو محصلینو لپاره، چې له ورته څانګې فارغ وي؛ دوه کاله او د رشتې خلاف محصلینو لپاره دوه نیم کاله ده، چې په حضوري دول مخ ته وړل کېږي.
د ورته تحصیلي څانګې محصلینو لپاره ۴۲ کریډیټونه په پام کې نیول شوي، چې په لاندې ډول وېشل شوي
د رشتې خلاف محصلین باید ۶۰ کریډیټونو پوره کړي، چې په لاندې ډول وېشل شوي
تحصیلي لګښت د هغو کریډیټونو پر بنسټ دی، کوم چې د یوه سمسټر په ترڅ کې یې زده کوئ. د ورته څانګې محصلین باید د دوو کلونو په موده کې ۴۲ کریډیټونه او د رشتې خلاف محصلین باید په دوه نیمو کلونو کې ۶۰ کریډیټونه پوره کړي. دغه راز هغه محصلین، چې په یو ځل د خپل تحصیلي لګښت د ورکړې توان نلري کولای شي په شپږ میاشتنیو قسطونو کې خپل لګښت ورکړي. کاردان پوهنتون په ۱۳۹۹ کال کې د نویو شاملېدونکو محصلینو لپاره بورسیې او مالي کمکونه هم په پام کې نیولي دي. دغه بورسیې د اړمنو، ممتازو او هغو محصلینو لپاره دي، چې په یو ځل د خپل تحصیلي لګښت د ورکړې توان نلري او له هغوی سره مرسته کوي، چې په کاردان پوهنتون کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
ټولې ویډیوګانې او تصویرونه وګورئ.
د ټولو کتل
کاردان پوهنتون په اکاډمیکه نړۍ کې د څېړنیزو فعالیتونو اهمیت ته پهپام دا ځل د افغانستان پهتړاو د تطبیقي څېړنو نړیوال کنفرانس جوړ کړ. دا کنفرانس د پنجشنبې په ورځ، د روان ۱۴۰۱ کال د تلې میاشتې په ۷مه
کاردان پوهنتون د ۱۴۰۱ لمریز کال د غبرګولي په ۲۸مه، د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځ ونمانځله. دا غونډه د کاردان پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې د پوهنتون د مشرتابه پلاوي، د ډ
کاردان پوهنتون، د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د بېلابېلو تحصیلي څانګو هغه غوره محصلین وستایل، چې د ۱۴۰۰ کال په خزاني سمسټر کې یې تر ټولو لوړې نمرې اخیستې وې. په همدېتړاو د کاردان پوهنتون د
د کاردان پوهنتون د محصلینو د بریا مرکز د دې پوهنتون د ډیپارټمنټونو په همکارۍ د اقراء تر نامه لاندې د اسلامي معلوماتو دویمه سیالي جوړه کړه. د دې سیالۍ لومړنی پړاو د ۱۴۰۱ کال د وري میاشتې له ۲۸مې نېټې