د محصلینو د بریا مرکز
تحصیلي بورسیې او مالي مرستې
د کارموندنې خدمتونه
د محصلینو ګډون او پروګرامونه
جندر او له فارغانو سره اړیکې
کاردان کتابتون
Breadcrumbs List.
اقتصاد د دولتونو، شرکتونو او مصرف کوونکو له لوري د سرچینو د تخصیص پر څرنګوالي د تصمیم نیونې مطالعه ده. دغه راز اقتصادي مطالعات د مالي بازارونو او اقتصادي سیستمونو په تړاو د ملي او نړیوالو پالیسو تحلیل او ارزونه کوي.
د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د محصلینو د مسلکي پوهې او مهارتونو د پراختیا لپاره د عمومي، الزامي او تخصصي مضمونونو په درلودلو سره یو منظم درسي نصاب چمتو کړی، چې پرمټ یې کولای شي هغوی په اقتصادي بنسټونو کې کار او فعالیت ته چمتو کړي. د کاردان پوهنتون په اقتصاد پوهنځي کې د تدریس ژبه انګلیسي ده. د اقتصاد څانګې له مضمونونو سره د لا ډېرې بلدتیا په موخه ددې څانګې د مضمونونو کتلاګ له مخامخ برخې ډانلوډ کړئ.
کاردان پوهنتون له نړیوالو سټنډردونو څخه په ګټه اخیستو باکیفیته لوړې زده کړې وړاندې کوي. د پروګرام د لګښت چوکاټ لوړ علمي کیفیت او مډرنو تدریسي سټنډردونو ته په پام ترتیب شوی دی. دې بنسټ تل هڅه کړې، چې ټولو ته په یو ډول د لوړو زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي. کاردان پوهنتون د هغو کسانو لپاره، چې له مالي اړخه کمزوري او په ورته مهال غواړي لوړې زده کړې وکړي؛ د تحصیلي بورسیو او مالي مرستو له لارې د پام وړ آسانتیاوې برابرې کړي، څو وکولای شي له دې لارې هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او هم یې د ودې او پرمختګ سبب وګرځي. په ۱۳۹۷ کال کې د کاردان پوهنتون له لوري د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت شاوخوا ۱۵۰۰ محصلینو له یادو خدمتونو ګټه اخیستې ده. په ۱۳۹۸ کال کې دغه پیسې ۳۴ میلیونو افغانیو ته لوړې شوي او په پام کې ده، چې نژدې ۲۴۰۰ محصلین له دې خدمتونو ګټه واخلي.
ټولې ویډیوګانې او تصویرونه وګورئ.
د ټولو کتل
کاردان پوهنتون په اکاډمیکه نړۍ کې د څېړنیزو فعالیتونو اهمیت ته پهپام دا ځل د افغانستان پهتړاو د تطبیقي څېړنو نړیوال کنفرانس جوړ کړ. دا کنفرانس د پنجشنبې په ورځ، د روان ۱۴۰۱ کال د تلې میاشتې په ۷مه
کاردان پوهنتون د ۱۴۰۱ پسرلني سمسټر د ممتازو محصلینو د ستاینې په موخه د روان کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د دې پوهنتون د پرواندو څانګې د کنفرانسونو په تالار کې د نارینه او ښځینهوو لهپاره په جلا ت
کاردان پوهنتون د ۱۴۰۱ لمریز کال د غبرګولي په ۲۸مه، د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځ ونمانځله. دا غونډه د کاردان پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې د پوهنتون د مشرتابه پلاوي، د ډ
کاردان پوهنتون، د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د بېلابېلو تحصیلي څانګو هغه غوره محصلین وستایل، چې د ۱۴۰۰ کال په خزاني سمسټر کې یې تر ټولو لوړې نمرې اخیستې وې. په همدېتړاو د کاردان پوهنتون د