د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو ډیپارتمنټ تل په دې لټه کې دی، چې محصلینو ته د سیاسي نظریو او د سیمه ییزو او نړیوالو چارو په اړه اړین او تازه مالومات ورکړي. دا څانګه له محصلینو سره مرسته کوي، چې د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو سیاسي مسایلو په اړه خپله د پوهې او درک قوه پیاوړې کړي.
د یادې څانګې لوستي له فراغت وروسته کولای شي د هېواد په بېلابېلو دولتي بنسټونو له هغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت، سفارتونو، سیاسي استازولیو، سازمانونو او د ستراتیژیکو مطالعاتو په څېړنیزو مرکزونو کې کار او فعالیت وکړي.