د پروګرام لنډیز

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم ډیپارټمنټ، د کاردان پوهنتون د سټراتیژۍ پر بنسټ او له نوي او مډرن نصاب څخه په ګټه اخیستو په اطلاع رسونې، عامه پوهاوي، ټولیزو زده کړو او نورو اړوندو برخو کې متخصص او مسلکي کادرونه روزي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کوي.

د کادران پوهنتون د ژورنالېزم ډیپارټمنټ ژمن دی، چې محصلین د ژورنالېزم له پرمختللیو او بنسټیزو ژانرونو او معیارونو سره بلد کړي او ترڅنګ یې د لیکوالۍ مینه، انتقادي فکر او د ټولنې له بېلابېلو اړخونو سره د اړیکو وړتیا او مهارتونه پکې وروزي. په دې تحصیلي دوره کې به محصلین د نني عصر د ټولیزو اطلاعاتي وسایلو په اړه مهم مالومات ترلاسه او ددې وړتیا به ومومي، چې په چاپي، غږیزو او تصویري رسنیو کې کار او فعالیت وکړي.

ویډیوګانې او تصویرونه

د ویډیوګانو او تصویرونو ښودل

ټولې ویډیوګانې او تصویرونه وګورئ.

د ټولو کتل

پاک چاپېریال، سالمه ټولنه: د چاپېریال ساتنې کمپاین ترسره شو خبرونه

پاک چاپېریال، سالمه ټولنه: د چاپېریال ساتنې کمپاین ترسره شو

کاردان پوهنتون د کابل له ښاروالۍ سره په ګډه، د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې، د "سالم چاپېریال، سالمه ټولنه" تر سرلیک لاندې د چاپېریال ساتنې کمپاین ترسره کړ.
په دې پروګرام کې لسګونه استادانو، محصل

نور ولولئ
د افغانستان په‌تړاو د تطبیقي څېړنو نړیوال کنفرانس جوړ شو خبرونه

د افغانستان په‌تړاو د تطبیقي څېړنو نړیوال کنفرانس جوړ شو

کاردان پوهنتون په اکاډمیکه نړۍ کې د څېړنیزو فعالیتونو اهمیت ته په‌پام دا ځل د افغانستان په‌تړاو د تطبیقي څېړنو نړیوال کنفرانس جوړ کړ. دا کنفرانس د پنج‌شنبې په ورځ، د روان ۱۴۰۱ کال د تلې میاشتې په ۷مه

نور ولولئ
د ژورنالېزم ډیپارټمنټ محصلینو ته د وینا فن تر نامه لاندې روزنیز سیمینار جوړ شو خبرونه

د ژورنالېزم ډیپارټمنټ محصلینو ته د وینا فن تر نامه لاندې روزنیز سیمینار جوړ شو

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو ډیپارټمنټ د خپلو محصلینو د علمي ظرفیت‌لوړولو په‌موخه «د وینا فن او بریا» تر نامه لاندې د دې څانګې یو شمېر محصلینو ته روزنیز سیمینار جوړ کړ. دا سیمینار د یک ت

نور ولولئ
کاردان پوهنتون د ۱۴۰۱ پسرلني سمسټر ممتاز محصلین وستایل خبرونه

کاردان پوهنتون د ۱۴۰۱ پسرلني سمسټر ممتاز محصلین وستایل

کاردان پوهنتون د ۱۴۰۱ پسرلني سمسټر د ممتازو محصلینو د ستاینې په موخه د روان کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د دې پوهنتون د پروان‌دو څانګې د کنفرانسونو په تالار کې د نارینه او ښځینه‌وو له‌پاره په جلا ت

نور ولولئ