کور / د لیسانس پروګرامونه / اداره او تجارت کې لیسانس

اداره او تجارت کې لیسانس

د پروګرام لنډیز

د کاردان پوهنتون په اداره او تجارت څانګه کې لیسانس تاسو له علمي لید لوري، عملي وړتیاو او مسلکي مهارتونو سره ټولنې ته ور پېژني او د خپلې خوښې وړ کار او کسب آسانتیاوې درته برابروي.
د کاردان پوهنتون د ادارې او تجارت څانګې فارغان د خپلو زده کړو او ترلاسه شویو مهارتونو پر مټ په دې بریالي شوي، چې خصوصي شرکتونه رامنځ ته کړي، د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه لوړو زده کړو ته لار پیدا کړي او یا هم ملي او نړیوال بنسټونه مدیریت کړي.


د پروګرام شرحه

د کاردان پوهنتون د ادارې او تجارت څانګه په افغانستان کې یوازینۍ تحصیلي څانګه ده، چې خپل نړیوال اعتبار یې د امریکا متحده ایالتونو د اعتبار ورکولو له ټولنې (IACBE) څخه تر لاسه کړی دی. کاردان پوهنتون د تدریس د نړیوالو سټنډردونو پر بنسټ په خپلو تحصیلي څانګو کې د کریډیټ درسي سیستم CBS (Credit Based System)، چې په نړۍ کې یو پېژندل شوی او پرمختللی سیستم دی، پلی کوي. د کریډیټ درسي نظام پر مټ محصلین کولای شي خپلې درسي دورې او د اړتیا وړ مضمونونه د خپل مالي قدرت او فکري قوت مطابق وټاکي. د کاردان پوهنتون د ادارې او تجارت پروګرام (BBA) په اته سمسټرونو کې ۱۳۸ کریډیټونه لري او ټاکل شوي مضمونونه د څلورو کلونو په ترڅ کې بشپړېږي.

د انتخابي درسونو یوه لویه ډله او حرفوي دورې ستاسې د لیدلوري د پراختیا لپاره د لاسرسي وړ دي. د کاردان پوهنتون د ادارې او تجارت تحصیلي څانګې درسي نصاب د تازه او ورځنیو سرچینو له منځه، چې په مخامخ ډول د اداري او تجارت برخه کې د پوهې او مسلکي مهارتونو تشې ته ځواب ویونکی دی؛ ټاکل شوی دی. په کاردان پوهنتون کې دغه تحصیلي پروګرام په انګلیسي ژبه تدریسېږي.


تخصصي دوره

کاردان پوهنتون د BBA هغو محصلینو ته چې په اداره او تجارت برخه کې د ځانګړو تخصصي مهارتونو په لټه کې وي؛ تخصصي درسي دوره وړاندې کوي. محصلین کولای شي د تحصیلي دورې په وروستیو سمسټرونو کې ځانګړي تخصصي مضمونونه وټاکي.

د ادارې او تجارت څانګې د مضمونو په اړه د لاډېرو مالوماتو د ترلاسه کولو په موخه له مخامخ برخې ددې څانګې د مضمونونو کاتولوګ ډاونلوډ کړئ.


د درسي دورو لنډیز

د مضمونونو ډلبندي د کریډیټونو شمېر
الزامي مضمونونه 80
ځانګړي تخصصي مضمونونه 16
عمومي مضمونونه 36
مونوگراف 6
مجموعه 138

مالي مالومات

کاردان پوهنتون له نړیوالو سټنډردونو څخه په ګټه اخیستو باکیفیته لوړې زده کړې وړاندې کوي. د پروګرام د لګښت چوکاټ لوړ علمي کیفیت او مډرنو تدریسي سټنډردونو ته په پام ترتیب شوی دی. دې بنسټ تل هڅه کړې، چې ټولو ته په یو ډول د لوړو زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي. کاردان پوهنتون د هغو کسانو لپاره، چې له مالي اړخه کمزوري او په ورته مهال غواړي لوړې زده کړې وکړي؛ د تحصیلي بورسیو او مالي مرستو له لارې د پام وړ آسانتیاوې برابرې کړي، څو وکولای شي له دې لارې هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او هم یې د ودې او پرمختګ سبب وګرځي. په ۱۳۹۷ کال کې د کاردان پوهنتون له لوري د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت شاوخوا ۱۵۰۰ محصلینو له یادو خدمتونو ګټه اخیستې ده. په ۱۳۹۸ کال کې دغه پیسې ۳۴ میلیونو افغانیو ته لوړې شوي او په پام کې ده، چې نژدې ۲۴۰۰ محصلین له دې خدمتونو ګټه واخلي.

تحصیلي څانګه په اداره او تجارت کې لیسانس
د هر کریډیټ فیس 3500 افغانۍ
د داخلې فیس 1000 افغانۍ په هر سمسټر کې
میاشتنی اوسط فیس 10,063 افغانۍ
د بشپړې تحصیلي دورې فیس 491,000 افغانۍ

د مالوماتي پاڼې ډانلوډ

ویډیوګانې


خبرونه


د کاردان پوهنتون د اوومې دورې فراغت‌جشن جوړ شو

د کاردان پوهنتون د لیسانس او ماسټري پروګرامونو د اوومې دورې فراغت‌غونډه د یو لړ ځانګړو پرتمینو مراسمو په ترڅ کې د لوړو زده کړو وزارت د لوړ پوړو چارواک...

کاردان پوهنتون د تحصیلي نصاب د بیاکتنې تخصصي ورکشاپ جوړ کړ

د کاردان پوهنتون د تحصیلي نصاب د بیا کتنې تخصصي ورکشاپ د پوهنتون د مشرتابه پلاوي، استادانو، محصلینو، فارغانو او د لوړو زده کړو وزارت د نصاب برخې د متخ...

د محصلینو د تولیداتو شپږم نندارتون جوړ شو

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د ادارې او تجارت او اقتصاد څانګو د محصلینو د تولیداتو شپږم نندارتون جوړ شو. په دې یو ورځني نندارتون کې د صنعت او سودا...