د حقوقو پوهنحٔی

د پوهنځی د رییس پیغام

درنو لیدونکو!

په اوسنيو حالاتو کې د بشري ټولنو د چټک پرمختګ په پام کې لرولو سره، لوړې زده کړې د اتباعو له اساسي حقونو او عصري پوهې ته لاسرسي د تولنې د علمي، فرهنګي، اقتصادی او ټولنيزو پرمختګونو يوازنۍ عامل ګنل کیږي. دې موخې ته د رسېدو لپاره بېلابېلې زده کړه اییزې څانګې د هېوادونو د غوښتنو او اړتیاوو له مخې جوړې شوې او د خپل تعلیمي نظام په چوکاټ کې یې علمي خدمات وړاندې کړي، خو د دې ټولو په منځ کې اوسنۍ شرایطو ته په پام کې نیولو سره د حقوقو څانګه ځانګړې اهمیت او حیثیت لري. د کاردان پوهنتون د حقوقو د پوهنځي په کانکور آزموینو کې د دولسمو او څلوارلسمو ټولګيو د فارغانو پراخ ګډون د دې ادعا ثبوت دی.

د حقوقو په برخه کې زده کړه دقانون او مقرراتو د تدوین، تحلیل او سم کارولو لپاره اړین ظرفیت رامنځته کوي، او د دې څانګې فارغان د ټولنې په نظم کې د اړین رول د درلودلو له امله د نورو څانګو په پرتله غوره او مناسب موقف لري.

د حقوقو د څانګې فارغین د کار د پراخې ساحې او مناسب چاپیریال د درلودلو له امله په دولتي حقوقي بنسټونو کې لکه (عدلیې وزارت، څارنوالۍ، د مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه، بهرنیو چارو وزارت، اداري فساد سره د مبارزې کمیسیون، اداري اصلاحاتو کمیسون، بشري حقونو کمیسون، د اساسی قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمیسون، بېلابېل امنیتی او سکتوری بنسټونو په حقوقی ریاستونو ) نړیوالو بنسټونو، حقوقي شرکتونو او ملي خصوصي بنسټونو کې د؛ قاضی، څارنوال، مدافع وکیل، حقوقي مشاور، حقوق کارپوه......... په توګه ډیر کاري فرصتونه لري.

زه د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي د رئیس په توګه په دې باور لرم چې د حقوقو څانګې د زده کړه لپاره یوازې نظري زده کړه کافي نه ده، بلکې عملي مهارتونه د دې ډګر یوه نه بېلېدونکې برخه ګنل کیږي.نو دې موخې (د محصلینو د عملي کارونو پراختیا) ته د رسېدو لپاره د کاردان پوهنتون د حقوقو دیپارتمنت، حقوقي کلینیک، تمثیلی محکمه او د کریمنالتخنیک لابراتوار تأسیس کړی او هڅه کوي چې د محصلینو عملي فعالیتونو ته د امکان تر حده وده ورکړي.

په پای کې، د حقوقو پوهنځۍ ژمن دی چې د معیاري لوړو زده کړو په برابرولو او د علمي، مسلکي او متخصصو کادرونو په روزلو سره په ملي او نړیواله کچه د هیواد حقوقي نظام ته وده ورکړي او په نړیوالو حقوقي ادارو کې د افغانستان حقیقي ځای تثبیت کړي.

په درناوي

خواجه جمشید صدیقی
د حقوقو پوهنځی رییس