باوري یمه، چې محصلین د خپلې علمي او فکري ودې او ددې لپاره چې په ټولنه او د هېواد په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې رغنده رول ولري؛ پر نړیوالو او معاصرو سټنډرډونو برابرو لوړو زده کړو ته جدي اړتیا لري.
کاردان په افغانستان کې د لومړنۍ تحصیلي موسسې او د اوسمهال د تر ټولو مخکښ پوهنتون په توګه په دوامدار ډول هڅه کوي، چې د نوښتګرو او ځوابویونکو لارو چارو پرمټ خپل اصلي رسالت او ماموریت چې اکاډميک او تخصصي لوړوالی دی، وساتي. موږ په دې کلک باور لرو، چې زده کړو ته د لاسرسي او شمولیت کچې له لوړوالي سره به په ښه ډول وکولای شو؛ نړیوالو ټولنيزو - اقتصادي چلنجونه ته ځواب ووایو.
کاردان پوهنتون په دې وروستیو کې د سلا مشورې د یو لوی کنفرانس کوربه و، چې ګڼ شمېر پوهانو، د پوهنتون استادانو او د محصلینو استازیو پکې برخه اخیستې وه. ددې کنفرانس بنسټیزه موخه د لوړو زده کړو د نړیوالو سټنډرډونو او د کار بازار د اړتیاوو پر بنست د کاردان پوهنتون د تحصیلي نصاب اصلاح او بیا کتنه وه.
ددې ترڅنګ، موږ له ملي او نړيوالو پوهنتونونو او سازمانونو سره د همکارۍ هوکړو د لاسليکولو له لارې هڅه کوو، چې د هېواد په تحصیلي ډګر کې پرمخ ولاړ شو او خپلو استادانو او محصلینو ته د ظرفيت لوړولو ګټور فرصتونهبرابرکړو.
د ځواکمنې اقتصادي ټولنې په رامنځ ته کولو کې د څېړنو ترسره کول حياتي او بنسټیز رول لري. له همدې امله، کاردان پوهنتون د څېړنې او تحقيق پر لور هم مهم ګامونه اخلي؛ تر څو نوي نظرونه او فکرونه رامنځ ته او پرمټ یې افغان ټولنې ته ورمخ ستونزې او ننګونې حل کړي.
د کاردان پوهنتون د مشرتابه په نوښت روان پرلپسې کوښښونه ددې سبب شوي، چې په لوړه کچه د خلکو غوښتنو ته د ځواب ویلو د ټولنیزو او مسلکي ارزښتونو له ساتلو سره هممهاله دا پوهنتون په افغانستان کې د لوړو زده کړو له مخکښانو څخه واوسي.
راځئ له کاردان پوهنتون سره یو ځای شئ، ډاډ درکوم چې د خپلو هیلو د ترلاسه کولو اصلي او واقعي لوری به مو موندلی وي.